لس لکه اسرائیلیان امریکا او اروپا ته تښتیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151472-لس_لکه_اسرائیلیان_امریکا_او_اروپا_ته_تښتیدلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی له «طوفان الاقصی» عملیاتو وروسته لس لکه صهیونیسټان له نیواکي فلسطین څخه اروپايي هیوادونو او امریکا ته تښتیدلي دي.
(last modified 2024-08-18T09:13:46+00:00 )
Aug 18, 2024 08:28 Asia/Kabul
  • لس لکه اسرائیلیان امریکا او اروپا ته تښتیدلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی له «طوفان الاقصی» عملیاتو وروسته لس لکه صهیونیسټان له نیواکي فلسطین څخه اروپايي هیوادونو او امریکا ته تښتیدلي دي.

د صهیونیسټ رژیم د سي جی ايي(CJI) په نوم د نظر پوښتنې د نتیجو پراساس د نیواکي فلسطین نهویشت فیصده صهیونیسټان له نیواکي فلسطین څخه د تښتي په فکر کښې دي او یواویا  فیصده صهیونیسټان هم په راتلونکو میاشتو کښې د خپل ژوند د حالت په هکله خوشبینه نه دي.

د دغه نظر سنجې پراساس  په طوفان الاقصی عملیاتو کښې پنځوس فیصده صهیونیسټانو ته تاوانونه رسیدلي دي او څلور اتیا فیصده صهیونیسټان هم د اسرائیلو رژیم له ډيپلوماسۍ څخه راضي نه دي.

بل خبر دا چې صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو د نیواکي ټاټوبو په بیلابیلو سیمو کښې په پراخو مظاهرو سره د اوربند د ټینګیدا او د بندیانو د تبادلې د موافقې د سمدستي لاسلیک کیدا غوښتنه وکړه.

صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په تل اویو او حیفا او ځینو نورو نیواکي ښارګیو کښې په پراخو مظاهرو سره په شعارونو ورکولو سره د لومړي وزیر نتانیاهو کابینه په غزې تړانګه کښې د خپلو بچیانو د نیول کیدا مسووله وبلله.