د ایران د خاش ولسوالۍ د پولیسو د ادارې مشر ترور شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151674-د_ایران_د_خاش_ولسوالۍ_د_پولیسو_د_ادارې_مشر_ترور_شو
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاع رسونې د مرکز د خبر له مخې تورن حسین علی پیری مجاهد چې د خاش ښار د سولې او امنیت لپاره یې هلې ځلې کولې، شهید شو.
(last modified 2024-08-23T21:45:50+00:00 )
Aug 24, 2024 02:14 Asia/Kabul
  • د ایران د خاش ولسوالۍ د پولیسو د ادارې مشر ترور شو

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاع رسونې د مرکز د خبر له مخې تورن حسین علی پیری مجاهد چې د خاش ښار د سولې او امنیت لپاره یې هلې ځلې کولې، شهید شو.

د دغه رپوټ له مخې زوړ شهید پیري چې د خاش په ښار کښې د امنیت له ګډوډونکو په تېره بیا له وسله والو غلو سره مبارزه  کوله  د وسله والو شرغواړو  له خوا شهید شو.

د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، د دغه جنایت د عاملانو د پیژندلو لپاره قانونی اقدامات پیل شوی او هغوی ته به ډیر ژر د خپلو اعمالو سزا ورکړل شی.

دغه شهید د زابل د ښار اوسېدونکی دی او درې اولادونه لري.