د ټلیګرام د مشر نیول کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151730-د_ټلیګرام_د_مشر_نیول_کېدل
د شنبې په ورځ، د فرانسې پولیسو د ټیلیګرام بنسټ ایښودونکی او اجرایوي رییس پاول دوروف پاریس ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې ونیول.
(last modified 2024-08-25T10:11:57+00:00 )
Aug 25, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • د ټلیګرام د مشر نیول کېدل

د شنبې په ورځ، د فرانسې پولیسو د ټیلیګرام بنسټ ایښودونکی او اجرایوي رییس پاول دوروف پاریس ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې ونیول.

دوروف چې پخپل شخصي جټ الوتکه کې د سفر پر مهال وو، د حکم له مخې د پلټنو په موخه ونیول شو.

تحقیقات په ټیلیګرام کې د منځپانګې نشتوالي باندې تمرکز کوي، پولیس باور لري چې دا وضعیت په ټلیګرام کې جرمي فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

د نږدې یو میلیارد کاروونکو په درلودلو سره ، ټیلیګرام په ځانګړي توګه په روسیه ، اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو کې مشهور دی.

دا پلیټ فارم د فیسبوک، یوټیوب، واټس اپ، انسټاګرام، ټیک ټیک او وی چیټ وروسته د یو له اصلي ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو څخه شمیرل کیږي.

په روسیه کې زیږیدلی دوروف په دوه زره دیارلسم کال کې د خپل ورور سره یو ځای ټیلیګرام تاسیس کړ.