امریکا له عراق څخه خپل او ائتلافي ځواکونه اوباسي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152142-امریکا_له_عراق_څخه_خپل_او_ائتلافي_ځواکونه_اوباسي
رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې د څو نامعلومو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان هوکړې ته رسېدلي دي.
(last modified 2024-09-07T08:13:13+00:00 )
Sep 07, 2024 11:35 Asia/Kabul
  • امریکا له عراق څخه خپل او ائتلافي ځواکونه اوباسي

رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې د څو نامعلومو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان هوکړې ته رسېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې د څو نامعلومو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان هوکړې ته رسېدلي دي.

دغو سرچینو ویلي چې د یاد پلان پر بنسټ چې پر عمومي ډول یې توافق شوی دی خو اعلان او تطبیق یې د واشنګټن او بغداد وروستي تایید ته اړتیا لري، ترڅو سلګونه پوځیان د دوه زره پنځه ویشتم کال تر سپټمبر او پاتې نور به د دوه زره شپږویشتم کال تر پایه له عراقه ووځي.

امریکا په عراق کې شاوخوا دوه زره پنځه سوه او په ګاونډي هیواد سوریه کې یې نهه سوه عسکر لري.

د رویټرز په وینا، یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي: "موږ یوې موافقې ته رسیدلي یو، اوس یوازې دا ده چې کله یې اعلان کړو."

د امریکا متحده ایالات  له عراق سره د یوې نوې مشورتي اړیکې په لټه کې دي چې له وتو وروسته یو شمېر امریکايي پوځیان په دغه هېواد کې پاتې شي.

البته د امریکا او عراق حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.