د لبنان حزب الله په اسرائیلو بیا بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152150-د_لبنان_حزب_الله_په_اسرائیلو_بیا_بریدونه_وکړل
ایرنا خبري اژانس د المیادین ټیلي ویژن په قول راپور راکړی چې د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال باندې لسګونو توغندي ویشتلي دي.
(last modified 2024-09-07T19:58:52+00:00 )
Sep 08, 2024 00:25 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په اسرائیلو بیا بریدونه وکړل

ایرنا خبري اژانس د المیادین ټیلي ویژن په قول راپور راکړی چې د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال باندې لسګونو توغندي ویشتلي دي.

د حزب الله دغه توغندي د نیواکي فلسطین په شمال کښې په« اصبح الجلیل» سیمې ویشتل شوي دي.

د حزب الله دغه برید له دې څو دقیقې وروسته وشو چې د اسرائیلو رسنیو هم په کریات شمونا، مسکاو عام ، المناره او کفار ګلعادي ښارګیو کښې د خبرداري د سایرونونو د غږونو د اوریدو خبر ورکړ.

د حزب الله دغه برید په لبنان باندې د اسرائیلو په حملې کښې د لبنان د دریو مرستندویه ځواکونو وژل کیدا ته په غبرګون کښې شوی دی.

د اسرائیلو تیریګر پوځ تراوسه د حزب الله دغه حملې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.