د ایران او روسیې د ملي امنیت شورا منشیانو ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152248-د_ایران_او_روسیې_د_ملي_امنیت_شورا_منشیانو_ملاقات_وکړ
د ایران او روسیې د ملي امنیت د عالي شوراګانو منشیانو د روسیې په سن پیټرزبرګ ښار کښې د یوې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې کتلي دي.
(last modified 2024-09-10T23:26:16+00:00 )
Sep 11, 2024 03:55 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د ملي امنیت شورا منشیانو ملاقات وکړ

د ایران او روسیې د ملي امنیت د عالي شوراګانو منشیانو د روسیې په سن پیټرزبرګ ښار کښې د یوې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې کتلي دي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي «علي‌اکبر احمدیان» چې د بریکس ډلې د غړو هیوادونو د جګ پوړو امنیتي چارواکو په غونډه کښې د ګډون په موخه روسیې ته تلی دی، پرون مازیګر یې د دغه هیواد د ملي امنیت د لوړې شورا له منشي «سرګئی شویګو» سره وکتل او د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې ورسره صلاح مشورې وکړې.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کلونو کښې د ایران او روسیې اړیکې مخ په ودې دي ماسکو او تهران ته د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چاروکاو سفرونه د دغو ژورو سټراټیجکو او اوږدمهاله اړیکو نښه ده چې د حکومتونو په بدلیدو سره په کښې هیڅ کموالی نه دی راغلی.