اوه ډلې د ایران پرضد بیا بې اساسه ادعا تکرار کړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره روسیې ته د بلاسټیک توغندیو د استولو له لارې د اوکراین په جنګ کښې د ایران د لاسوهنې په هکله بې اساسه ادعاګانې تکرار کړې.
د اوه ډلې په ادعا وړ بیانیې کښې ویل شوي دي هغه شواهد چې ښايي ایران له بیا بیا نړیوالو غوښتنو سره سره روسیې ته د وسلو استولو ته دوام ورکړی دی د اوکراین پرضد له روسیې څخه د ایران د پوځي ملاتړ د زیاتیدا ښودنه کوي.
د اوه ډلې لوړرتبه ډيپلوماټانو د اوکراین د شخړې جرړې ته له پام کولو پرته ادعا وکړه د روسیې تیری د ملګروملتونو د منشور په شمول د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او ایران باید سمدستي د اوکراین پرضد د روسیې له غیر قانوني او نا توجیه وړ جنګ څخه خپل ملاتړونه، د بلاسټیک توغندیو ، بې پایلوټه الوتکو او د هغه ټيکنالوژۍ انتقالول چې د اوکراین د خلکو او دغه راز د اروپا او د نړیوال امنیت لپاره نیغ په نیغه ګواښ دی بند کړي.
د ایران او د روسیې چارواکو په ځلونو د اوکراین د جنګ په هکله د پوځي ملګرتیا ادعا رد کړي ده او هغه یې بې اساسه بللي ده.