د چمران سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغیدا بایکاټ کونکو ته ځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152394-د_چمران_سپوږمکۍ_په_بریالیتوب_سره_توغیدا_بایکاټ_کونکو_ته_ځواب_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل د چمران یو(Chamran-1) د تحقیقاتي سپوږمکۍ په بریالي ډول توغیدا سره بې منطقه بایکاټ کونکو یوځل بیا د خپلو غیر منطقي اقداماتو ځواب ترلاسه کړ.
(last modified 2024-09-15T06:37:05+00:00 )
Sep 15, 2024 08:01 Asia/Kabul
  • د چمران سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغیدا بایکاټ کونکو ته ځواب دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل د چمران یو(Chamran-1) د تحقیقاتي سپوږمکۍ په بریالي ډول توغیدا سره بې منطقه بایکاټ کونکو یوځل بیا د خپلو غیر منطقي اقداماتو ځواب ترلاسه کړ.

هغه د قاسم سل په نوم د سپوږمکۍ وړونکي توغندي په وسیله د چمران د یو په نوم د تحقیقاتي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د توغیدا او د ځمکې د مدار په پینځه سوه پنځوس کلومیټرۍ کښې د ورتلو په مناسبت د ایران ټولو خلکو ، ساینس پوهانو او محققانو ته په مبارکې ویلو سره زیاته کړه بې منطقه بایکاټ کونکو یوځل بیا د خپلو غیر منطقي اقداماتو ځواب ترلاسه کړ.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي زیاته کړه ایران یو منطقي ، قدرتمن او د تعامل وړ لوبغاړی دی او ښه خبره دا ده چې لویدیځ هیوادونه خپل کړچار او خبرې منطقي کړي.

په عین حال کښې په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د چمران یو په نوم د تحقیقاتي سپوږمکۍ په بریالي ډول توغول کیدا او د لویدیځ د ظالمانه بایکاټونو په سیوري کښې د ایران د فضايي صنعت پرمختګونو ته په اشارې سره وویل له ایران سره د بایکاټ په ژبه نه بلکې د احترام په ژبه خبرې وکړئ.

په لندن کښې د ایران سفارت وویل هغه وخت چې ایران د خپل هیواد د دفاع لپاره حتی د یوه توغندي د اخیستلو لپاره له یوه هیواد څخه بل هیواد ته مراجعه کوله تیر شوی او نن سبا له بایکاټونو سره سره ایران په خپله جوړې کړې شوي سپوږمکۍ فضا ته استوي.

د ایران چمران یو په نوم سپوږمکۍ پرون د قاسم سل په نوم د سپوږمکۍ وړونکي توغندي سره د ځمکې د مدار په پینځه سوه پنځوس کلومیټرۍ کښې مدار کښې ورغله او خپل لومړني سیګنالونه یې ځمکې ته راولیږل.