د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې توغندوي بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152548-د_لبنان_حزب_الله_په_اسرائیلو_باندې_توغندوي_بریدونه_وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هیواد په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ تیریو ته په ځواب کښې د نیواکي فلسطین( اسرائیلو) په شمال باندې پینځویشت توغندي وویشتل
(last modified 2024-09-21T20:00:04+00:00 )
Sep 22, 2024 00:27 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې توغندوي بریدونه وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هیواد په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ تیریو ته په ځواب کښې د نیواکي فلسطین( اسرائیلو) په شمال باندې پینځویشت توغندي وویشتل

د اسرائیلو څوارلسم ټیلي ويژن د نیواکي فلسطین د شمال د «صفد» ښار په خواو شا کښې په بیریا سیمې کښې په یوې ودانۍ د توغندي د لګیدا خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله هم وویل چې په صفد سیمه باندې  حملې کښې په بیریا اډې کښې د صهیونیسټ رژیم د شمال سیمې د قومندنۍ د دافع هوا اصلي مرکز لګیدلی دی.

د لبنان حزب الله دغه راز په کاتیوشا توغندي سره د راموت نفتالي په پوځي مرکز کښې د صهیونیسټ رژیم ګولاني لیوا ته د اړونده د شپږ سوه  یویشتم غونډ د دیره کیدای په مرکز د برید خبر ورکړ.

د اسرائیلو رسنیو هم د سوریې په نیواکي جولان سیمو باندې د لبنان د حزب الله توغندوي حملې تائید کړي دي.

د لبنان رسنیو هم وویل چې د حزب الله د حملو نوي څپه د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د رژیم د اویا هوايي حملو ته په ځواب کښې ترسره شوه.