ایران دوه زره پینځه سوه ځله اسرائیل نابودولی شي
(last modified Tue, 08 Oct 2024 00:30:36 GMT )
Oct 08, 2024 05:00 Asia/Kabul
  • ایران دوه زره پینځه سوه ځله اسرائیل نابودولی شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران په توغندوي قدرت باندې اعتراف کولو سره وویل د ایران د توغندیو زیات شمیر په دې معنا دی چي تهران کولای شي اسرائیل دوه زره پینځه سوه ځله تباه کړي.

مایک پمپئو چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په حکومت کښې خارجه وزیر و په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل ایران پینځه لکه بالسټیک توغندي لري یعني څو ورځې مخکې توغندوي بریدونه تکرارولی شي او اسرائیل دوه زره پینځه سوه ځله نابود  کولای شي.

د اسرائیلو رژیم د هوايي دفاع سیسټم پخواني قومندان «ران کوخاف له« والا» صهیونیسټي ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل له ایران سره ستومانه کونکي جنګ ته ورننوتل د اسرائیلو په ګټه نه دی.

هغه وویل ایران د لرواټنه توغندیو یو ستر سیسټم لري.

د اسرائیلو رژیم د هوايي دفاع سیسټم پخواني قومندان اعتراف وکړ د اسرائیلو د هوايي دفاع سیسټم له کارندوالي سره سره دغه سیسټم یو شمیر نیمګړتیاوې لري او هغه کامل نه دی.

د ایران اسلامي جمهوریت ویلي که چیرې اسرائیل کومه نوي ماجرا جويي یا اقدام وکړي نو ایران به ورته داسې سخت ګوزار او څپیړه ورکړي چې ټول عمر به یې یاد ساتي.

 

ټیګونه