د افغان حکومت بهر اوسیدونکی مخالفان  کوم جدي ګواښ نه دی  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163542-د_افغان_حکومت_بهر_اوسیدونکی_مخالفان_کوم_جدي_ګواښ_نه_دی
د افغانستان په  چارو کې  د پاکستان پخواني استازي اعلان کړی چې اوس مهال د افغانستان د طالبانو حکومت په پياوړي موقعيت کې دی او له افغانستانه بهر مخالفين ئې د دغې ډلې لپاره جدي ګواښ نه شمیرل کېږي.
(last modified 2025-08-18T06:14:29+00:00 )
Aug 18, 2025 10:41 Asia/Kabul
  • د افغان حکومت بهر اوسیدونکی مخالفان  کوم جدي ګواښ نه دی  

د افغانستان په  چارو کې  د پاکستان پخواني استازي اعلان کړی چې اوس مهال د افغانستان د طالبانو حکومت په پياوړي موقعيت کې دی او له افغانستانه بهر مخالفين ئې د دغې ډلې لپاره جدي ګواښ نه شمیرل کېږي.

  د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي آصف علي دراني  ويلي چې طالبان اوس مهال پیاوړي دي او بهرني مخالفين ئې د دغې ډلې لپاره خطره نه شي جوړولی.

هغه د اسلام‌اباد د  خپګان د زياتوالي په اړه، چې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) ته د پناه ورکولو له امله رامینځته شوی، وويل:له دغو اختلافاتو سره سره، د افغانستان د طالبانو د حکومت بهرني مخالفين اغېزمن نه دي او ګواښ نه شمېرل کېږي.

آصف دراني د طالبانو په وړاندې د پاکستان د پاليسۍ د بدلون د امکان په اړه وويل،دا ارزونه سمه نه ده چې اسلام‌اباد د افغان طالبانو له مخالفانو سره د تعامل په لور روان دی. افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي او په دې برخه کې هر ډول بهرنی مداخلت به ناسمه وي.  

 د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي د طالبانو د مخالفينو د احتمالي غونډې په اړه، چې په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي، وويل؛ دا غونډه علمي بڼه لري او پاکستان د افغانانو د سياسي او علمي فعاليتونو ترمینځ توپير کوي.

افغان رسنيو راپور ورکړی چې آصف دراني د طالبانو او هند د اړيکو په اړه ويلي:  دا ډله د هند له مالي سرچينو ګټه اخلي او دا ئې  د تحريک طالبان پاکستان،یا ټي ټي پی په څیر د هند نبابتیانو  ته منتقلوي.

دراني خبرداری ورکړی که بهرني ځواکونه له طالبانو څخه استفاده وکړي، په افغانستان کې د کابل د اوسني حکومت دوام به تر پوښتنې لاندې راشي.

افغان رسنيو دا هم راپور کړی چې  د افغانستان په چاروکې د پاکستان د پخواني استازي په باور، د طالبانو د حکومت داخلي انسجام او نظم لا هم پايدار دی.

په تېرو مياشتو کې د پاکستانيو چارواکو او د طالبانو د بهرنيو مخالفانو د ليدنو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اسلام‌اباد تر اوسه په افغانستان کې د سياسي بدیل جوړولو هڅې رد کړي دي.