لاریجاني: د ایراني توغندیو باران اسراییل ناهیلې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163528-لاریجاني_د_ایراني_توغندیو_باران_اسراییل_ناهیلې_کړ
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: اسراییلیانو تر ټولو ډیرې دفاعي وړتیاوې درلودې، خو د جګړې په منځ کې د ایراني توغندیو باران دوی په بشپړ ډول نا هیلې کړل.
(last modified 2025-08-17T23:20:49+00:00 )
Aug 18, 2025 03:49 Asia/Kabul
  • لاریجاني: د ایراني توغندیو باران اسراییل ناهیلې کړ

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: اسراییلیانو تر ټولو ډیرې دفاعي وړتیاوې درلودې، خو د جګړې په منځ کې د ایراني توغندیو باران دوی په بشپړ ډول نا هیلې کړل.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني عراق ته د خپل لومړي سفر په اړه په یوه مرکه کې وویل: په دې کې شک نشته چې سیمه ییزې مسلې د هیواد د ملي ګټو او امنیت لپاره مهمې مسلې وې او دي. په حقیقت کې، د ملي امنیت په برخه کې د اسلامي جمهوریت ستراتیژي سیمه ییزو مسلو ته پاملرنه ده.

لاریجاني زیاته کړه: ایران د دې تیوري پیروي کوي چې غواړو د هغو هیوادونو د ګډون له لارې دوامداره امنیت ترلاسه کړو چې ټول هیوادونه پکې ځواکمن وي. په دې تیوري سره، د اسلامي جمهوریت چلند یوه بله معنی پیدا کوي، او د سیمې د ګډوډولو پر ځای، د ثبات په لټه کې یوو.