ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي ورکړي او اروپا باید بله قیصه پیدا کړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په نیویارک کښې د اروپايي اتحادیې له چارواکو ژوزف بورل او انریکه مورا سره په کتنو کښې وویل: زه په واضح ډول په هغه څه چې ومې ویل ټینګار کوم؛ مونږ روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي ورکړي او که چیرې اروپايي هیوادونه د اسرائیلو د باج او کلنګ غوښتنې ته د تسلیمیدا لپاره یوې پلمې ته ضرورت لري نو ښه خبره دا ده چې یوه بله قیصه پیدا کړي.
عباس عراقچي په خپلې ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل: ما په نیویارک کښې د اروپايي اتحادیې له چارواکو ژوزف بورل او انریکه مورا سره په کتنه کښې دغه خبره هغوې ته بیان کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: د روسیې او د ایران پوځي ملګرتیاوې کومه نوي خبره نه ده او مخینه لري کومې چې د اوکراین له کړکیچ څخه مخکي وختونو ته ورستنیږي.
دوهمه دا چې ځینې اروپايي هیوادونو د اسرائیلو رژیم ته پرمختللي وسلې ورکړي دي او هغوې په ډیرې خوښې سره د ایران پرضد پوځي عملیاتو کښې ګډون وکړ.
هغه وویل بله خبره دا چې د امریکا د زیات دباو سیاست هماغه راز شته او په اروپا کښې اقتصادي ادارې په کامل ډول د امریکا د خزانې وزارت د حکمونو پیروۍ کوي.