ټرمپ: د امریکا پوځي تجهیزات مو له افغانستانه پاکستان ته لېږدولی شوای
ټرمپ ویلي چې د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو پر مټ له ترسره کېدونکو پوځي پرېډونو «کرکه» کوي او زیاته کړې ده: «موږ هلته ځينې تجهیزات پرېښودل. طالبان پرې پوځي پرېډونو کوي او زه د دې نندارې د لیدو زغم نه لرم.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر پرېښودو نیوکه کړې او ویلي دي چې دا تجهیزات له افغانستانه پاکستان ته لېږدول کېدای شوای.
ټرمپ ویلي چې د طالبانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو پر مټ له ترسره کېدونکو پوځي پرېډونو «کرکه» کوي او زیاته کړې ده: «موږ هلته ځينې تجهیزات پرېښودل. طالبان پرې پوځي پرېډونو کوي او زه د دې نندارې د لیدو زغم نه لرم.»
نوموړي یو ځل بیا له افغانستان څخه د جو بایډن تر مشرۍ لاندې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او په دې بهیر کې ښکېل امریکايي جنرالان یې نالایقه وبلل.
ټرمپ له دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکايي تجهیزاتو پر پرېښودو نیوکې کړې وې.