د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153176-د_لبنان_حزب_الله_په_اسرائیلو_باندې_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو څو ساعته مخکې یوځل بیا د نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) په شمال باندې حملې وکړې او په ټوله سیمه کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د سایرنونو غږونه پورته شوي دي.
(last modified 2024-10-13T20:06:48+00:00 )
Oct 14, 2024 00:33 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله  په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو څو ساعته مخکې یوځل بیا د نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) په شمال باندې حملې وکړې او په ټوله سیمه کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د سایرنونو غږونه پورته شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځ وویل چې د نیواکي ټاټوبو په شمال یعني کریات شمونا، مرجلوت، میتولا ، مسغاف او المناره سیمو کښې سایرنونه وهل شوي دي.

د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې په خپلو نویو  حملو کښې له توغندیو او ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو استفاده کړي ده.

د نیواکي فلسطین په شمالي سیمو کښې سایرنونه په داسې حال کښې وهل شوي دي  چې حزب الله په خپلو یوه تر ټولو بریالیو عملیاتو کښې د حیفا په جنوب کښې په بنیامینا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په «ګولاني» لیوا باندې د بې پایلوټه الوتکو حمله کړي ده چې له کبله یې تراوسه څلور پوځيان هلاک شوي او اته شپیته نور ژوبل شوي هم دي.

د صهیونیسټ رژیم راډیو هم د یوې پوځي سرچینې په قول دغه حمله د جنګ له پیل راهسې  د اسرائیلو رژیم د عسکرو پرضد تر ټولو خونړي عملیات وبلل.

دغه راز پرون د حزب الله له توغندوي حملې وروسته د اسرائیلو په حیفا سیمه کښې د څو بم چاودنو غږونه واوریدل شول.

د اسرائیلو رژیم رسنیو په حیفا بندر کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د خطر سایرنونو د وهل کیدا او پناه ځایونو ته د ښارګي میشته صهیونیسټانو ته د تښتیدا خبر ورکړ.

صهیونیسټي سرچینو دغه راز د لبنان له جنوب څخه په حیفا بندر باندې د کابو پینځو توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.