د حضرت فاطمه معصومه س د وفات په هکله تسلیت ومنئ
زمونږ خبریال راپور راکړی اسلامي ایران د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د ګرانې خور حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات په شپه په ویر او ماتم کښې ډوب و.
نن د دوشنبې ورځ د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له څوارلسمې او د څوارلس سوه شپږڅلویښتم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له لسمې نیټې سره سمون خوري کومه چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم امام حضرت کاظم علیه السلام د ګرانې لور حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره برابره ده.
د اسلامي ایران خلک د ویر د نښې په توګه د تورو بیرغونو په لګولو او د ماتم د بیلابیلو مراسمو په ترسره کولو سره د اسلام له دغه سترې میرمنې بي بي معصومه سلام الله علیها سره خپل ارادت او د اهل ابیت علیهم السلام له کورنۍ سره خپل عشق او ارادت نندرې ته وړاندې کوي.
د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتیالیو په تیره بیا شیعه مسلمانانو ته تسلیت وايي.