صهیونیسټانو په جنین کې په اروپايي ډیپلوماتانو ډزې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160406-صهیونیسټانو_په_جنین_کې_په_اروپايي_ډیپلوماتانو_ډزې_وکړې
نیواکګرو اسراییلي ځواکونو په یوه اروپايي-عربي ډیپلوماتیک پلاوي ډزې وکړې چې په لویدیځه غاړه کې د جنین د کډوالو د کمپ لیدو ته ورغلی و.
(last modified 2025-05-21T22:35:34+00:00 )
May 22, 2025 03:04 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو په جنین کې په اروپايي ډیپلوماتانو ډزې وکړې

نیواکګرو اسراییلي ځواکونو په یوه اروپايي-عربي ډیپلوماتیک پلاوي ډزې وکړې چې په لویدیځه غاړه کې د جنین د کډوالو د کمپ لیدو ته ورغلی و.

اشغالګرو اسراییلي ځواکونو په یوه اروپايي-عربي ډیپلوماتیک پلاوي ډزې وکړې کوم چې په لویدیځه غاړه کې د جنین کډوالو کمپ ته تللی و.

فلسطیني سرچینو راپور ورکړی چې په پلاوي کې ۲۵ اروپايي او عربي سفیران او همدارنګه د روسیې استازي شامل وو.

راپورونه ښيئي چې دغه پلاوی د جنین د وضعیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې شتون درلود چې د اسراییلي پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې. راپورونه ښيي چې په دغو ډزو کښې څوک وژل شوي نه دي.

له بلې خوا د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یوه اعلامیه خپره کړه چې په کښې یې د اسراییلي عسکرو لخوا د جنین کډوالو کمپ ته د سفر پر مهال په اروپایي-عربي ډیپلوماتیک پلاوي باندې ډزې وغندلې.