د پاکستان د پوځ مشر ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په وړاندیز د دغه هېواد فدرالي کابینې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ رتبه تصویب کړې ده.
دا پرېکړه له هند سره د کړکېچ پر مهال د عاصم منیر له «بې ساري پوځي رهبرۍ» څخه د ستاینې په موخه شوې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوې ویناپاڼې کې لیکلي: «د پاکستان حکومت په تېرو دوو عملیاتو کې د غوره ستراتیژۍ او زړورې رهبرۍ پر بنسټ د ملي امنیت او دښمن پر وړاندې د بریا ډاډمنولو په موخه جنرال منیر ته د هېواد تر ټولو لوړه پوځي رتبه تصویب کړې ده.»
ورته مهال د پاکستان ولسمشرۍ دفتر هم په یوه بیانیه کې لیکلي چې د دغه هېواد ولسمشر آصف علي زرداري د منیر له ترفیع ملاتړ کړی دی.
نوموړي ویلي: «د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې وسلهوالو ځواکونو په بریا له خپلې خاورې دفاع کړې او نوموړی د دغه مقام لایق دی.»
د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ له هغې وروسته ترینګلتیا ډېره شوه چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید وشو.
نوې ډیلي او اسلام اباد د ترینګلتیا پر مهال ګڼې نښتې وکړې او له څو ورځو وروسته یې اوربند ته غاړه کېښوده.