صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کښې کلسټر بمونه کارولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153186-صهیونیسټ_رژیم_د_لبنان_په_جنوب_کښې_کلسټر_بمونه_کارولي_دي
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ د لبنان حزب الله غورځنګ وویل، د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په کلسټر بمونو سره د لبنان په سرحدي ښارونو باندې بمباریانې کوي.
(last modified 2024-10-13T21:24:04+00:00 )
Oct 14, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کښې کلسټر بمونه کارولي دي

اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ د لبنان حزب الله غورځنګ وویل، د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په کلسټر بمونو سره د لبنان په سرحدي ښارونو باندې بمباریانې کوي.

د لبنان حزب الله پرون په یوې بیانیې کښې په جنوب کښې د سرحدي ښارونو پرضد له کلسټر بمونو د اسرائیلو رژیم د استفادې د غندلو په ترڅ کښې وویل د اسرائیلو  پوځ د حنین او د تیري ترمینځ په یوې سیمې باندې د ممنوعه کلسټر بمونو په لرونکو راکټونو سره سره بمباریانې کړي دي.

د لبنان د حزب الله په بیانیې کښې ویل شوي دي له کلسټر بمونو استفاده هغه نوی وحشیانه جنایت دی چې د لبنان او د فلسطین د ملتونو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو په مخینې کښې ورزیات شوی.

د جینیوا د کنونشن پراساس ګڼ نفوسه سیمو یا هلته نږدې سیمو  کښې له کلسټر بمونو استفاه ممنوع ده ځکه چې دغه بمونه د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ کوي.

د صهیونیسټ جنایتکار رژیم پوځ د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له درویشتمې نیټې راهسې د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې پراخې حملې پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.