د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو ځایونه پیاوړي کېږي
د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) قومندان، د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو د پوستو د ساتلو او پیاوړتیا خبر ورکړ.
د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو قوماندان ژان پییر لاکروآ د دې په اعلان سره چې د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو د شتون دوام، د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش له خوا تائید شوی، ټینګار یې وکړ چې دغه پریکړه وروستۍ او پر خپل ځای ده.
له دې مخکې، د لبنان له «الجمهوریه» ورځپاڼې سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د یونیسف ویاندې اندریا تنیتي، په لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له تیریو وروسته د سوساتو ځواکونو حالت ته په اشارې سره، د سوله ساتو ځواکونو د شتون دوام خطرناک بللی وو.
د دوشنبې په ورځ (اکتوبر په ۱۴مه) د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو له ځواکونو وغوښتل چې له اشغال شوي فلسطین سره د لبنان پولې ته څېرمه له خپلو ځایونو څخه ووځي.
یونیفل اوس مهال د لبنان په سویل کې ۹ زره او ۵۰۰ سوله ساتونکي لري.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه، چې په اختصار سره د یونیفیل په نوم یادېږي، د لبنان په سویلي سرحدي او د اشغال شویو په شمالي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم په حملو کې تراوسه یو زیات شمېر سوله ساتونکي ژوبل شوي، چې په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوي دي.