د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو ځایونه پیاوړي کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153228-د_لبنان_په_سویل_کې_د_سوله_ساتو_ځواکونو_ځایونه_پیاوړي_کېږي
د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) قومندان، د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو د پوستو د ساتلو او پیاوړتیا خبر ورکړ.
(last modified 2024-10-15T03:38:54+00:00 )
Oct 15, 2024 07:58 Asia/Kabul
  • د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو ځایونه پیاوړي کېږي

د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) قومندان، د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو د پوستو د ساتلو او پیاوړتیا خبر ورکړ.

د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو قوماندان ژان پییر لاکروآ د دې په اعلان سره چې د لبنان په سویل کې د سوله ساتو ځواکونو د شتون دوام، د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش له خوا تائید شوی، ټینګار یې وکړ چې دغه پریکړه وروستۍ او پر خپل ځای ده.  

له دې مخکې، د لبنان له «الجمهوریه» ورځپاڼې سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د یونیسف ویاندې اندریا تنیتي، په لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له تیریو وروسته د سوساتو ځواکونو حالت ته په اشارې سره، د سوله ساتو ځواکونو د شتون دوام خطرناک بللی وو.

د دوشنبې په ورځ (اکتوبر په ۱۴مه) د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو له ځواکونو وغوښتل چې له اشغال شوي فلسطین سره د لبنان پولې ته څېرمه له خپلو ځایونو څخه ووځي.

یونیفل اوس مهال د لبنان  په سویل کې ۹ زره او ۵۰۰ سوله ساتونکي لري.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه، چې په اختصار سره د یونیفیل په نوم یادېږي، د لبنان په سویلي سرحدي او د اشغال شویو په شمالي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د صهیونیسټي رژیم په حملو کې تراوسه یو زیات شمېر سوله ساتونکي ژوبل شوي، چې په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوي دي.