د اروپایانو د وېش او حکومت کولوپړاو پای ته رسېدلې دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د اروپایانو د «ویش کړه او حکومتوکړه » د ناوړه سیاست دوره پای ته رسیدلې ده.
د فارس خلیج د همکارۍ د شورا غړیو هیوادونو او اروپا اتحادیې ، د دریو ټاپوګانو په هکله د بې اساسه ادعاګانو له تکرارولو وروسته د ایران ضد بیانیه صادره کړه.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د ایران د دریو ټاپوګانو په هکله د اروپایانو د بې اساسه او لاس وهونکي ادعا په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دغه درې ټاپوګان تل د ایران وو او تر ابده به همداسې وي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی اسماعیل بقای هم د اروپایی اتحادیې او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو د ګډې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې د ایران د دریو ټاپوګانو په هکله د بې اساسه ادعاګانو تکرار په کلکه وغانده او ویی ویل چی دا د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او اهدافو ته په ځانګړې توګه د دولتونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي اصولو ته د اروپایی اتحادیې د غړو هیوادونو د نه مراعت کولو ښکاره نښه ده.