د اروپایانو د وېش او حکومت کولوپړاو پای ته رسېدلې دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153284-د_اروپایانو_د_وېش_او_حکومت_کولوپړاو_پای_ته_رسېدلې_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د اروپایانو د «ویش کړه او حکومتوکړه » د ناوړه سیاست دوره پای ته رسیدلې ده.
(last modified 2024-10-17T04:01:42+00:00 )
Oct 17, 2024 08:30 Asia/Kabul
  • د اروپایانو د وېش او حکومت کولوپړاو  پای ته رسېدلې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د اروپایانو د «ویش کړه او حکومتوکړه » د ناوړه سیاست دوره پای ته رسیدلې ده.

د فارس خلیج د همکارۍ د شورا غړیو هیوادونو او اروپا اتحادیې  ، د دریو ټاپوګانو په هکله د بې اساسه ادعاګانو له تکرارولو وروسته د ایران ضد بیانیه صادره کړه.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د ایران د دریو ټاپوګانو په هکله د اروپایانو د بې اساسه او لاس وهونکي ادعا په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دغه درې ټاپوګان تل  د ایران وو او تر ابده به همداسې وي.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی اسماعیل بقای هم د اروپایی اتحادیې او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو د ګډې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې د ایران د دریو ټاپوګانو په هکله د بې اساسه ادعاګانو تکرار په کلکه وغانده او ویی ویل چی   دا د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او اهدافو ته په ځانګړې توګه د دولتونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي اصولو ته د اروپایی اتحادیې د غړو هیوادونو د نه مراعت کولو ښکاره نښه ده.