له صهیونیسټانو سره دمقابلې لاره د ټولو مسلمانانو قیام اوراپورته کیدا ده
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر د اسرائيلو له نسل وژونکي رژيم سره د مقابلې لاره د درستو مسلمانانو پاڅون کول وبلل.
زمونږخبریال راپور راکړ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي پرون ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټي رژيم د لبنان د عامو خلکو په وژلو کې هماغه روده کاروي چې له دې مخکې ئې په غزې کې ورڅخه استفاده کړې ده ،ووئيل؛ مسلمانان په تیره بیا عربان باید ددښمن له اقداماتو تر ټولو زیاته پوهه او خبرتیا ولرل شي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا په حقیقي معنا د اسرائيلو له سرزورو او ظلم او جنایتونو دوام سره برابره شریکه ده او که ددوي بشپړ ملاتړ او مشارکت نه واي ونو دغه رژيم په دومره سپين سترګیتوب سره خپلو وحشي ډوله جنایتونو ته دوام نه شو ورکولی،زیاته کړه، دښمن هڅه کوي د سیمې دملتونو اسلامی هویّت له مینځه یوسي.
د یمن د انصار ا...غورځنګ مشر په غزې تړانګې کې د کډوالو پر کیمپونو د صهیونیسټي وحشي رژيم په جنایتکارو حملو باندې په سختو نیوکو سره روښانه کړه ،صهیونیسټان د امریکا په ویجاړونکو مرګونو بمونو سره جنایتونه کوي او په لټه کې دی په غزې تړانګې کې د ژوند هیڅ نښه نښانه پاتې نشي.
وحشي صهیونیسټي رژيم د نړیوالې ټولنې په سپکاوي او د جنګ د فوری دریدا لپاره د ملګروملتو د امنیت شورا پر پریکړو او دغزې تړانګې داوسیدونکو په ضد د نسل وژونکو جنایتونو او د بوږنونکي انساني غمیزې رامینځةکونکو جنایتونو د مخنیوي لپاره د ځینو تدبیرونو دغوره کولو په باب د نړیوال عدالت په فیصلو په سترګو پټولو سره خپلو وحشي ډوله جنایتونو ته دوام ورکوي. البته دغو ټولو وحشیتوب او جنایتونو سره سره په غزې تړانګې کې خپلو سپیرو موخو ته نه دي رسیدلي.