شمالی کوریا،جنوبی کوریا خپل غلیم حکومت ونوموۀ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153328
سحاب -   شمالی کوریا د خپل اساسی قانون په اصلاح سره، دجنوبی کوریا ګاونډی هیواد د غلیم حکومت په توګه معرفی کړ.
(last modified 2024-10-18T13:00:37+00:00 )
Oct 18, 2024 07:14 Asia/Kabul
  •  شمالی کوریا،جنوبی کوریا خپل غلیم حکومت ونوموۀ

سحاب -   شمالی کوریا د خپل اساسی قانون په اصلاح سره، دجنوبی کوریا ګاونډی هیواد د غلیم حکومت په توګه معرفی کړ.

د شمالی کوریا مرکزی خبری اژانس (کې سی این اې) راپور ورکړی، د غلیم هیواد په توګه د جنوبی کوریا  معرفي کول،د جنګ تر نه اټکلیدونکی  حد پورې ددواړو هیوادونو په اړیکو کې د تاؤتریخوالي،پوځي ،سیاسی او امنیتی  شرائطو په دلیل   غوره شوي دي.

د شمالی کوریا د اساسی قانون د بدلون په باب لازیات جزیات  نه دي خپرۀ شوي ،البته  تمه کیږی  چې د بدلون رامینځةشوي  اساسی قانون  غوره ټکي  به په بلې لارې سره په راتلونکي کې رابرسیره شي.

جنوبی کوریا هم  د شمالی کوریا د حکومت ددغه اقدام په غبرګون کې ټينګار کړی دی چې د پيونګ یانګ  هرډول اقدام ته به ځواب ورکړي.

دشمالي کوریا په اساسی قانو تیره اونۍ بیا کتنه شوې ده.