د سیمه ایزومهمومسئلو په باب دسیمه ایزوهیوادونوسیاسی خپلواکۍته احترام اړین دی
سحاب - د ۳+۳ سیمه ایزې مشورتي دریمې ناستې د غړو هیوادونو خارجه وزیرانو چې پرون په ترکیې کې ترسره شوه، د پایزې اعلامیې په خپرولو سره د سیمه ایزو ملګرتیاؤ له فرصتونو څخه د استفادې او دمهمو سیمه ایزو مسئلو په باب د سیمه ایزو هیوادنو د سیاسی خپلواکۍ او ملی حاکمیّت ته داحترام دضرورت په اهمیّت ټينګار وکړ.
د ۳+۳ سیمه ایزو مشورو دریمه ناسته پرون د ترکیې په استانبول کې د ترکیې ،ارمنستان،آذربایجان جمهوریت ،ایران او روسیې د خارجه وزیرانو به شتون سره دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسیده
د ۳+۳ سیمه ایزې مشورې د غونډې د رامینځةکیدا یوه ترټولو مهمه موخه د سیمې د هیوادونو په شتون او له سیمې د ورآخوا هیوادنو له لاسوهنې پرته د سیمې د مشکلاتو حل دی.
ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، ددغې ناستې په پایزې اعلامیې کې دښه ګاونډیتوب داړیکو هغه حیاتي ضرورت ته په پام سره چې د دوو اړخیزو ګټو د پيژندګلوۍ لپاره له ګډو هلوځلو څخه سرچینه اخلي، ، د شخړو د سوله ایز حل ، د ملی حاکمیّت ، سیاسی خپلواکۍ ، مځکنۍ بشپړتی، د نړیوالو پولو د خلاف ورزۍ نه کولو،د نورو په داخلی چارو کې د نه لاسوهنې او د ملګروملتو د منشور تولو اصولو ته احترام کولو باندې ټينګار شوی دی.
