د اسرائیلو نیواکګر رژیم د بیروت هوايي ډګر ته نږدې بمبارې وکړې
Oct 21, 2024 01:38 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو نن سهار وختي د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوې سیمې باندې بمبارې وکړې.
ویل کیږي چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم جنګي الوتکو د بیروت رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په« برج البراجنه» سیمې بمبارې کړي دي.
دا د لبنان په پلازمینې بیروت باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو او حملو له پیلیدا راهسې د بیروت هوايي ډګر ته تر ټولو نږدې بمبارې ګڼل کیږي.
تراوسه د وحشي صهیونیسټ رژيم د بمباریو د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله دقیق راپور نه دی خپور شوی.
ټیګونه