هیڅوک د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله نشي بې وسلې کولای
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ زیرمه ځواک مسوول اعتراف وکړ چې هیڅ لوری د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې وسلې کولو جوګه نه دی.
د صهیونیسټ رژيم د داخلي امنیت د شورا پخواني مشر «یاکوف امیدور» وویل له لبنان څخه په اسرائیلو باندې د توغندیو ویشتل به تر اوږدې مودې پورې دوام ولري.
د دغه صهیونیسټ چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې «اسرائیل هیوم» ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل د لبنان د حزب الله بې پایلوټه الوتکو د اسرائیلو د هوايي دفاع سیسټم د چارواکو خوبونه ورک کړي دي.
بل خبر دا چې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صفد د نیواکي ښار په خوا کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو په کیمپ باندې د توغندوي حملې خبر ورکړ.
حزب الله په یوې اعلامیې کښې وویل د اسلامي مقاومت مبارزانو په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ثابت قدمه ملت او د لبنان او د هغه د ملت په دفاع کولو کښې د دوې د شرافتمندانه او د زړور مقاومت په ملاتړ کښې پرون د صفد د نیواکي ښار په ختیځ کښې په« روش بینا» سیمه کښې په فیلون اډې باندې برید وکړ.
د اسرائیلو رسنیو هم راپور ورکړ چې د اور مړکونې پینځلس ډلې په صفد ښار کښې د حزب الله د حملو له کبله د اورو د مړ کولو په هڅې بوخت دي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ حملې چې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ او د لبنان په جنوب کښې په ملکي وګړو باندې د نیواکګر رژیم حملو ته په ځواب کښې ترسره کیږي د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو لپاره په یوې خپسکې بدلې شوي دي.