صهیونیسټي رژیم ۷ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي
(last modified Tue, 22 Oct 2024 08:39:04 GMT )
Oct 22, 2024 13:09 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ۷ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي

د صهیونیسټي رژيم د عدلیې وزارت ادعا کړې چې ایران ته یې د جاسوسۍ او د پوځي ځایونو د عکسونو د اخیستلو په تور یې ۷ اسرائیلي وګړي نیولي دي.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټي ویبپاڼې «ټایمز اسرائیل» خبریال د صهیونیسټي رژیم د عدلیې وزارت په حواله خبر ورکړی چې ۷ تنه اسرائیلیان د ایران لپاره د جاسوسۍ او د د دې رژیم له پوځي ځایونو څخه د عکسونو اخیستلو په تور نیول شوي دي.

د څارنوالۍ د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د حیفا او نورو شمالي ښارونو دي.

ویل کېږي چې دغو اوو کسانو د خپلو ایراني عواملو له لارښوونو سره سم، د نواتیم او رامات ډیویډ هوايي اډو، په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ د مرکزي دفتر، د اوسپنې د دفاعي سیسټم، د ګولاني روزنیز مرکز او نورو ځایونو په اړه معلومات راټول کړي دي.