ایران د ترکیې دهوا فضاسازمان پر مرکزي دفتر ترهه ګر برید وغنده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په انکارا کښې د ترکیې د هوا فضاادارې په مرکز ترهګریز برید په کلکه وغانده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په انکاراکې د دغه هېواد د فضايي صنعت پر شرکت ترهه ګر برید شوی دی چی په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي. دواړه برید کوونکي د ترکیې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته ووژل شول.
د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی اسماعیل بقایی په انکاراکښې د ترکیې د هوایی چلند ادارې په مرکز ترهګره حمله په کلکه وغندله.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغې ترهه ګرې پېښې د قربانیانو له کورنیو ، خلکو او حکومت سره د تسلیت په څرګندولو سره ترهه ګري په هر ډول او بڼه وغندله.
ښاغلي بقایی همدارنګه له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له نورو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په چمتووالی ټینګار وکړ.