د بریتانیا خلکو د بالفور شرمونکي بیانیې پرضد مظاهرې وکړې
(last modified Sat, 02 Nov 2024 23:56:25 GMT )
Nov 03, 2024 04:26 Asia/Kabul
  • د بریتانیا خلکو د بالفور شرمونکي بیانیې پرضد مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بریتانیا کښې د فلسطین په زرګونو ملاتړو د «جیمز بالفور» د شرمونکي بیانیې له یوسل اومې کلیزې سره هم مهاله د صهیونیسټ رژيم په جوړولو کښې د لندن د تاریخي رول او په لبنان او غزې تړانګه کښې د دغه رژیم د وحشیانه جنایتونو پرضد مظاهرې وکړې.

د بریتانیا اعتراض کونکو چې د بیلابیلو پرګنو، ملیتونو او د مذهبونو کسان پکښې شامل وو د انګلستان د خارجه وزارت د ودانۍ مخ ته غونډه وکړه او د فلسطین د بیرغ په رپولو او د اسرائیلو پرضد شعارونو سره یې له صهیونیسټ رژیم څخه د بریتانیا د ملاتړ د بندولو غوښتنه وکړه.

د اسرائیلو ضد د یهودیانو یوې ډلې هم په غزې تړانګه کښې له نسل کشۍ څخه د ملاتړ په دلیل د اسرائیلو د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.

د بریتانیا مظاهره چیانو ټینګار وکړ چې د لندن حکومت د جیمز بالفور د بیانیې د خپرولو او د صهیونیسټ رژيم په جوړولو کښې د انګلستان د تاریخي رول د لرلو په دلیل په غزې او لبنان کښې د جنګونو د بندولو لپاره زیات مسوولیت پرغاړه لري.

د بریتانیا د تاریخ شرمونکي بالفور بیانیه د فلسطین د نیواکي او د صهیونیسټ رژیم د جوړیدا پیلامه ده.

د ویلو ده چې بریتانیا د نورو اروپايي هیوادونو په مرستې سره د اسرائیلو ناجایز رژیم جوړ کړی دی چې په لویدیځې اسیا کښې تل بې ثباتۍ  او ناامنۍ وي او له دغه رژیم څخه عرب هیوادونه وویروي او د سیمې شتمنۍ او په تیره بیا تیل او ګاز چورتالان کړي.