د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د اسرائیلو پرضد بریدونه وکړل
(last modified Fri, 08 Nov 2024 11:34:14 GMT )
Nov 08, 2024 16:04 Asia/Kabul
  • د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د اسرائیلو پرضد بریدونه وکړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله جنګیالیو د صهیونیسټ رژیم په څو مهمو او سټراټيژیکو اډو باندې توغندوي حملې وکړې.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله نن په یوې بیانیې کښې وویل چې د «خیبر» د عملیاتو د بهیر  په لړ کښې او د صهیونیسټ دښمن لخوا حملو او وژلو ته په غبرګون کښې یې نن سهار اته بجې د «لبیک یا نصر الله» په غږ سره د حیفا ښار په جنوب ختیځ کښې په« رامان ډیویډ» هوايي ډګر او اډې باندې د پرمختللیو توغندیو بریدونه وکړل.

حزب الله په یوې بلې بیانیې کښې په اسټیلا ماریس اډې باندې چې د حیفا په شمال لویدیځ کښې یوه سټراټيژیکه سمندري اډه ده د پرمختللیو توغندیو د ویشتلو خبر ورکړ.

حزب الله دغه راز د صهیونیسټ رژیم په «کریات موتسکین »اډې باندې هم د توغندیو برید کړی.

بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژيم پوځ د لبنان په جنوب کښې د یوه بل پوځي په هلاک کیدا اعتراف کړی او زیاته کړي یې ده یو پوځي د سخت ژوبلیدا له کبله مړ شوی دی.

د لبنان حزب الله دغه راز د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په پوځي لوډر او هغو پوځیانو باندې چې د دغه لوډر شاته د پرمختګ په حال کښې وو د «کفر کلا »ښارګي په شمال لویدیځ کښې په هدایت شوي توغندي سره برید وکړ.