ټرامپ له ولادیمیر پوټین غوښتي له اوکراین سره جنګ زیات نکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون ادعا وکړه چې نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلي فوني تماس کښې له هغه وغوښتل چې له اوکراین سره د جنګ له زیاتولو ډډه وکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبرو سرچینو په قول وویل چې دغه ټیلي فوني خبرې په تیرې پنجشنبې ورځ وشوې او ډونالډ ټرامپ په اوکراین کښې د جنګ د نه زیاتولو لپاره له ولادیمیر پوتین څخه د غوښتنې په ترڅ کښې په اروپا کښې د واشنګټن د پام وړ پوځي شتون د روسیې ولسمشر ته وریاد کړ.
ډونالډ ټرامپ په خپل انتخاباتي کمپاین کښې ویلي وو چې په څو ورځو کښې به د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره لاره پیدا کړي خو په دې هکله یې توضیح ورنکړ.
کریملین ماڼۍ هم په تیرې جمعې ورځې ویلي وو چې د روسیې ولسمشر پوتین چمتو دی له ټرامپ سره د اوکراین په هکله خبرې وکړي خو دا له خپلو غوښتنو د ماسکو د تیریدا په معنا نه ده.
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې هم ویلي ټرامپ حاضردمه د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره په څو وړاندیزونو باندې د غور کولو په حال کښې دی.
دغه ورځپاڼې زیاته کړه په دغو وړاندیزونو کښې د روسیې لخوا د اوکراین د خاورې د کابو شل فیصده د نیولو اجازې ورکول او په ناټو کښې د شاملیدا لپاره د کي یف د غوښتنې په موقته توګه ځنډول شامل دي.
نیوزویک اونیزې هم د ټرامپ د سلاکارانو له ټیم څخه په رسیدلي راپورونو باندې استناد سره ویلي دي چې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د ټرامپ په پلان کښې به د پوځي ځواکونو استول نه وي شامل.