ایران د فلسطین د خلکو ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154304-ایران_د_فلسطین_د_خلکو_ملاتړی_دی
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار وویل، ایران د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ کوي.
(last modified 2024-11-15T06:41:49+00:00 )
Nov 15, 2024 11:00 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د خلکو ملاتړی دی

د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار وویل، ایران د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ کوي.

د شحاب شبکې د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار علي لاریجاني د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې د ایران په سفارت کې د فلسطیني ډلو له مشرانو سره له کتنې وروسته، د فلسطین د خلکو د مبارزو پر ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: موږ د فلسطیني ډلو له مشرانو سره یوه عقیده لرو چې مقاومت یوه لاره ده د نړۍ او سیمې د مسلمانانو د هوساینې لپاره، دوی ته ویاړ وربخښي او له دې سره به د فلسطین د خلکو مبارزې نتیجه ورکړي."

د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار«علي لاریجاني» د سوریې له لوړرتبه چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره، د پنجشنبې په ورځ د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ دمشق ته لاړ.

لاریجاني به له سوریې وروسته لبنان ته له سفر وروسته له لبناني چارواکو سره هم وګوري.