د لبنان هیواد د واکمنۍ ساتل د هرې موافقې شرط دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان یوه استازي «قاسم هاشم» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اوربند په هر احتمالي تړون کښې باید د هیواد د واکمنۍ احترام وشي زیاته کړه چې د لبنان پارلمان د اوربند لپاره د امریکا په وړاندیز شوي پلان باندې د غور کولو په حال کښې دی.
د لبنان په پارلمان کښې امل غورځنګ ته اړونده د پراختیا او د ازادۍ د فراکسیون استازي قاسم هاشم المیادین ټیلي ويژن ته وویل : د امریکا د اوربند په وړاندیز کښې داسې جزیات شته چې غور کولو ته ضرورت لري او کله نه کله ویل کیږي چې په جزیاتو کښې شیطان پټ دی.
هاشم زیاته کړه له یوشمیر سلامشورو وروسته چې د موافقې په باره کښې د لبنان د داخلي دریځ د اتحاد د ساتلو بیانونکي دي ټاکل شوي ده چې د امریکا د اوربند د وړاندیز په هکله د لبنان ملاحظات وړاندې شي.
د لبان د پارلمان دغه استازي وویل تر ټولو مهمه مسله دا ده چې په هرې موافقې کښې د لبنان واکمنۍ وساتل شي او ممکنه ده چې چارې زیات وخت وانخلي.
هغه وویل په داسې حال کښې چې لبنان د ځواب ورکولو لپاره د امریکا په وړاندیزې باندې د غور کولو په حال کښې دی صهیونیسټ نیواکګر رژیم هڅه کوي د خپلو جنایتونو په زیاتولو سره د جنګ تر دباو لاندې خبرې وکړي.
د لبنان د پارلمان استازي قاسم هاشم ډاګینه کړه که چیرې دښمن تصور وکړي چې د جنګونو زیاتیدل کولای شي د لبنان دریځ تر اغیز لاندې ورولي نو ناهیلی به شي.