اوربند به له لبنان څخه اعلان شي او که تل اویو څخه؟
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی« العربي الجدید» رسنۍ راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم کابینه په بیروت کښې د امریکا د ځانګړي استازي «عاموس هوکشتاین » شتون د دغه چارې نښه ګڼي چې د مشکل حل کیدل نږدې دي خو معلومه نه ده چې هغه به اوربند له لبنان څخه اعلان کړي یا له تل اویو څخه.
په لبنان باندې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم حملې هماغه راز دوام لري او د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د رژیم لخوا سختې بمباریانې شوي چې اوس هم دوام لري او له کبله یې تراوسه له دریو زرو څخه زیات کسان شهیدان او زرګونو نور ژوبل شوي هم دي.
او دا د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو د ځمکني یرغل د دوهم پړاو د پیلیدا له اعلان سره سمون خوري او حزب الله غورځنګ له دغه نیواکګر رژیم سره د پرله پسې مقابلې خبر ورکړی دی.
العربي الجدید رسنۍ ولیکل د لبنان د حزب الله د عملیاتو کوټې په تیرې سه شنبې ورځ د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په دولسمه نیټه د لبنان په جنوب باندې د ځمکني یرغل د دوهم پړاو د پیلیدا له وخت راهسې د صهیونیسټ رژیم د څه د پاسه اتلسو پوځيانو د وژل کیدا او د دوه دیرشو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ چې ځینې پوځیان یې مرګي حاله دي.
حزب الله غورځنګ دغه راز د نیواکګر صهیونیسټ رژیم د پینځو ټانکونو او د پوځي لوډرونو د تباه کیدا خبر هم ورکړ.
العربي الجدید رسنۍ زیاته کړه د لبنان د پارلمان مشر نبي بیري ته نږدې یوې سرچینې وویل مثبته فضا واکمنه ده او د امریکا له ځانګړي استازي عاموش هوکشتاین سره کتنه ډیره جدي وه او اوربند ته د رسیدا ا حتمال زیات دی که څه هم په دښمن اعتماد نشته.
دغه سرچینې وویل د امریکا په وړاندیزي پلان کښې ځینې مشکلات شته چې د لبنان له واکمنۍ د حفاظت په لړ کښې دي. مونږ نه غواړو جزیات ایشوا کړو او هیله من یوو مخکې له دې چې هوکشتاین له لبنان څخه اسرائیلو ته ورشي دغه مشکلات حل شي.