د صهیونیسټ رژيم کابینه له حزب الله سره د اوربند موافقه تصویبوي
(last modified Tue, 26 Nov 2024 00:17:33 GMT )
Nov 26, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم کابینه له حزب الله سره د اوربند موافقه تصویبوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د جنایتکار رژیم یوه لوړرتبه چارواکي وویل

چې د دغه رژیم کابینه به نن غونډه وکړي چې د لبنان له حزب الله غورځنګ سره د اوربند موافقه تصویب کړي او د لبنان یوه چارواکي هم وویل واشنګټن بیروت ته ویلي دي چې په څو ساعتونو کښې به د اوربند موافقه اعلان شي.

د امریکا اکسیوس اینټرنیټ سایټ د امریکا د یوه لوړرتبه چارواکي په قول چې نوم یې نه دي اخیستل شوي وویل اسرائیل او لبنان د اوربند د موافقې د شرطونو په هکله موافقه کړي ده او د اسرائیلو یوه چارواکي هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي دی چې کابینه کلک هوډ لري چې د لبنان له حزب الله سره د اوربند موافقه تصویب کړي.

اسرائیلو په لبنان کښې د حزب الله غورځنګ له ځواکونو څخه سخته ماتي خوړلي ده او ځکه خو اوربند ته تیار شوی دی.

اسرائیل یوازې په هوايي بریدونو کښې  برترۍ لري او هغه یوازې په ملکي وګړو او بیخ بنايي تاسیساتو حملې کوي او په ځمکني جنګ کښې یې له حزب الله څخه ماتي خوړلي ده.

اسرائیلو داسې فکر کاوه چې په ځمکني جنګ کښې به حزب الله ته شکست ورکړي خو دغه ارمان یې نه دی پوره شوی او هیڅکله به هم پوره نشي.

دا په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو پرون بیا د لبنان پرضد ډیرې حملې وکړي او د لبنان په جنوب کښې جنګ سخت شوی.

حزب الله غورځنګ هم پرون د اسرائیلو د مرکزونو پرضد له پنځوسو څخه زیاتې حملې وکړې چې ډیرې یې بریالې وې.

د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی چې دوې به د بیروت په جنوبي سیمو کښې د حزب الله غورځنګ په مرکزونو او هدفونو باندې حملې وکړي.

بل خبر دا چې د ایټالیا خارجه وزیر «انټونیو ټاجاني» وویل چې د جي اوه ډلې غړي هیوادونه د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو او د جنګ د پخواني وزیر یواو ګالانټ پرضد د نیولو د حکمونو د صادریدا په هکله د یوه ګډ دریځ د غوره کولو هڅه کوي.

هغه وویل زمونږ د دغه موضوع په هکله متحد کیدا ته ضرورت لري.