د لبنان حزب الله د نیواکي ټاټوبو په شمال توغندي ورویشتلي دي
(last modified Tue, 26 Nov 2024 01:07:22 GMT )
Nov 26, 2024 05:37 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د نیواکي ټاټوبو په شمال توغندي ورویشتلي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال باندې د لبنان د حزب الله ځواکونو د توغندوي حملو او د نهاریا صهیونیسټ میشته ښارګي د بریښنا د غوڅیدا خبر ورکړ.

عکا خبري سایټ  د صهیونیسټ رژیم د رسنیو په قول وویل چې د لبنان له جنوب څخه کابو لس توغندي د فلسطین په نیواکي ټاټوبو باندې ویشتل شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو په نهاریا صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې د یوشمیر توغندیو د لګیدا او په دغه سیمه کښې د بریښنا د غوڅیدا خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو رسنیو وویل چې د لبنان د حزب الله له توغندوي حملو وروسته د نیواکي فلسطین په شمال کښې اور لګیدلی دی او یوشمیر ګاډو او ودانیو ته تاوانونه رسیدلي دي او په نهاریا  سیمه کښې دوه صهیونیسټان ژوبل شوي چې یو پکښې مرګي حاله دی.

بل خبر دا چې د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي  څانګي عزالدین قسام غونډ هم پرون په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د یوه مرکاوا ټانک د تباه کولو او د څو پوځیانو د ژوبلولو خبر ورکړ.

دغه غونډ وویل په الیاسین یوسل پینځه ډوله راکټ سره یې د غزې تړانګې په شمال کښې په بیت لاهیا ښارګي کښې په الحطبیه  واټ کښې د صهیونیسټ رژیم یو مرکاوا څلور ډوله ټانک تباه کړی.

د حماس غورځنګ غړیو دغه راز په بیت لاهیا کښې له لسو عسکرو سره نښته کړي ده چې له کبله یې هغه وژل شوي یا ژوبل شوي.

بل خبر دا چې په غزې کښې د فلسطین د مدني دفاع موسسې وویل صهیونیسټ نیواکګر په غزې تړانګې باندې د خپلو حملو په دوام کښې په دغه سیمه کښې د دغه موسسې او د دوې د کارکونکو د فعالیت مخه نیسي.

په غزې کښې د فلسطین د مدني دفاعي موسسې ویاند محمود بصل وویل صهیونیسټ نیواکګران څلوردیرش ورځې کیږي چې په غزې کښې د دغه موسسې او د هغې د کارکونکو د فعالیت مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې سلګونو فلسطینیان اوس هم تر خاورو او کنډوالو لاندې دي.

هغه وویل د باران په اوبو کښې د فلسطیني کډوالو د خیمولو له ډوبیدا او د دوې شیانو او وسائیلو ته د تاوانونو له رسیدا وروسته په خیمو کښې د هستوګنه فلسطینیانو لخوا د مرستو په لسګونو غوښتنې شوي دي خو د دغه موسسې غړي نشي کولای په جبالیا او بیت لاهیا سیمو کښې د کورونو تر کنډوالو لاندې سلګونو بې درکه شویو کسانو ته لاسرسي پیدا کړي.