په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی
(last modified Tue, 03 Dec 2024 00:56:08 GMT )
Dec 03, 2024 05:26 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د ترهګرو ډلو فعالېدل صهیونیسټي- امریکايي پلان دی

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف او د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ پرون په سوریې کې د تکفیري ترهګرو ډلو له فعالېدو وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې خبرو کې د ایران د اسلامي شورا مشر، په لبنان کې د اوربند له اجرا وروسته په سوریې کې د ترهګرو ډلو فعالېدل، صهیونیسټي - امریکايي پلان وباله او زیاته یې کړه: له ترهګرۍ سره مبارزه باید پریکنده وي.

قالیباف په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت سوریه د مقاومت د جبهې یوه مهمه برخه ګڼي څرګنده کړه: موږ له ترهګرو ډلو سره د سوریې د مبارزې ملاتړ کوو.

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: په دې برخه کې په نړیوالو فورمونو کې د ایران او سوریې د پارلمانونو همکاري اړینه ده.

د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ هم وویل : له ترهګرو سره په مبارزې کې ښه وضعیت لرو او د سوریې پوځ د پرمختګ په حال کې دی چې د ترهګرو د له منځه وړلو سبب کېږي.

د سوریې د پارلمان مشر زیاته کړه: ترهګر هڅه کوي په میدان کې ځان ثابت کړي، خو د سوریې هېواد له ترهګرۍ، داعشیانو او خارجي پوځیانو سره د مبارزې په دیارلس کلنې مخینې سره، حتماً بریالیتوب ترلاسه کوي.