اسرائیل او امریکا د سوریې په ناکراریو کې دخالت لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154930-اسرائیل_او_امریکا_د_سوریې_په_ناکراریو_کې_دخالت_لري
 یوه اردني شنونکي د سوریې په شمال کې بدلونونه او ناکرارۍ د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا طرحه شوی پلان وباله چې د ترکیې په ملاتړ ترسره کېږي.
(last modified 2024-12-04T08:34:36+00:00 )
Dec 04, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • اسرائیل او امریکا د سوریې په ناکراریو کې دخالت لري

 یوه اردني شنونکي د سوریې په شمال کې بدلونونه او ناکرارۍ د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا طرحه شوی پلان وباله چې د ترکیې په ملاتړ ترسره کېږي.

د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ د اردن یوه کارپوه نبیل الغشان وویل: امریکا د سوریې په ویشلو کې د اسرائیلي رژیم د ګټو په لټه کې ده او تل ابیب هم د سوریې د اپوزیسیون د ونډې زیاتول او په دمشق او د هغه په ​​شاوخوا کې د سوریې د حکومت کلابند کول غواړي.

د «الغشان» په وینا، په دې منځ کې ترکیه هم غواړي چې خپلو بهرنیو ځمکو ته پراختیا ورکړي.

دغه اردني شنونکي همدارنګه د سوریې کمزورتیا او ویشل د ټولې سیمې لپاره زیانمن وباله او زیاته یې کړه: دا د اسرائیلي رژیم غوښتنه ده چې له دوی سره ملګري وسله وال، د صهیونیسټي پروژې پلې کوي.

دغه اردني سیاسي کارپوه زیاته کړه: په سیمه کې حالات د پخوا په نسبت بدل شوي دي او هغه عرب هېوادونه چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې د سوریې د حکومت د مخالفانو ملاتړ کاوه، اوس د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد د حکومت تر څنګ دي او د هېچا په ګټه نه ده چې سوریه بې ثباته وي.