پزشکیان د ایران او چین د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154956-پزشکیان_د_ایران_او_چین_د_اړیکو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د چين له مرستيال لومړي وزیر سره په کتنه کې وويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري له پخوا راهیسې تل دوستانه او ټينګه وه او د پراختيا په حال کې ده.
(last modified 2024-12-05T03:58:03+00:00 )
Dec 05, 2024 08:24 Asia/Kabul
  • پزشکیان د ایران او چین د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د چين له مرستيال لومړي وزیر سره په کتنه کې وويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري له پخوا راهیسې تل دوستانه او ټينګه وه او د پراختيا په حال کې ده.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د چین د لومړي وزیر له مرستیال ژانگ گوا چینگ سره په کتنه کې، دې ته په اشارې سره چې امریکا په نړیوال ډګر کې د مطلقیت او یو اړخیزه کولو په لټه کې ده وویل: ایران له چین او روسیې سره د امریکا د یو اړخیزتوب سره د مقابلې لپاره د خپلو ملګرتیاوو د پراخولو هوډ لري.

په دغه کتنه کې د چین د لومړي وزیر مرستیال هم پزشکیان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سلام ویلو ترڅنګ وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې یو ستر او مهم هېواد دی او په نړیوال ډګر کې رغنده او موثر رول لوبوي.

له دغې لیدنې مخکې، ژانگ گوا چینگ د تهران په سعد اباد کمپلکس کې د ايران د ولسمشر له لومړي مرستيال "محمدرضا عارف" سره وکتل او د دواړو هېوادونو ډيپلوماتيکو پلاويو په تېره بيا په اقتصادي ډګر کې د همکارۍ پر پراختيا ټينګار وکړ.