د تېر پرتله سږکال پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i169066-د_تېر_پرتله_سږکال_پاکستان_کې_امنیتي_پېښې_شل_سلنه_زیاتې_شوي
په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز په حواله، په ۲۰۲۵ کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.
(last modified 2025-12-31T09:06:54+00:00 )
Dec 31, 2025 13:32 Asia/Kabul
  • د تېر پرتله سږکال پاکستان کې امنیتي پېښې شل سلنه زیاتې شوي

په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز په حواله، په ۲۰۲۵ کال کې په دې هېواد کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې چې د ډسمبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي چې د تېر کال پرتله په امنیتي پېښو کې اوښتې مرګژوبله ۷۳سلنه لوړه شوې او له ۲۰۱۵کال راهیسې دا کال تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵کال کې تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه شوي او ډېره مرګژوبله يې ملکیانو ته اړولې ده.

د راپور له مخې، اکثره دغه امنیتي پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې سږکال په ټول پاکستان کې څه باندې زر امنیتي پېښې ثبت شوي، خو په ۲۰۲۴کال کې د ورته پېښو شمېر ۹۰۸ ته رسېده.

د راپور له مخې، دغو امنیتي پېښو کې له ۳۳زرو ډېر کسان وژل شوي دي.