په اسرائیلي پوځ کې د ځان‌وژنې بې‌ساری ریکارډ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169060-په_اسرائیلي_پوځ_کې_د_ځان_وژنې_بې_ساری_ریکارډ
پارس‌ټوډې – د صهیونیسټي رژیم پوځ د ۲۰۲۵ میلادي کال په راپور کې د ۲۱ د ځان‌وژنې پېښو او د دې رژیم د ۱۵۱ پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ هغه شمېرې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځان‌وژنې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
(last modified 2025-12-31T08:16:04+00:00 )
Dec 31, 2025 12:44 Asia/Kabul
  • په اسرائیلي پوځ کې د ځان‌وژنې بې‌ساری ریکارډ

پارس‌ټوډې – د صهیونیسټي رژیم پوځ د ۲۰۲۵ میلادي کال په راپور کې د ۲۱ د ځان‌وژنې پېښو او د دې رژیم د ۱۵۱ پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ هغه شمېرې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځان‌وژنې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم پوځ د لسګونو پوځیانو د ځان‌وژنې په منلو سره، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د تلفاتو د معلوماتو لنډیز خپور کړ. اسرائیلي پوځ د سې شنبې په ورځ، د ډسمبر په ۳۰مه، د ۲۰۲۵ کال د تلفاتو شمېرې په لنډ ډول اعلان کړې. په دې راپور کې د ځان‌وژنې له امله د مړینو زیاتوالی تر نورو ټولو مواردو ډېر د پام وړ بلل شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې د صهیونیسټي رژیم په پوځ کې ۲۱ د ځان‌وژنې پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر په تېرو ۱۵ کلونو کې بې‌ساری دی. د پوځي تلفاتو په اړه د دې رژیم د پوځ نوی راپور، د ځان‌وژنې د پېښو د پرله‌پسې زیاتوالي ښکارندوی دی.

د یاد راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم د پوځ ۱۵۱ پوځیان په دغه کال کې د بېلابېلو لاملونو له امله وژل شوي دي. په دې شمېر کې تر ټولو د پام وړ ټکی د هغو پوځیانو شمېر دی چې د مړینې لامل یې ځان‌وژنه ثبت شوې ده. د صهیونیسټي رژیم د پوځ له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د ټولو تلفاتو له ډلې، ۸۸ تنه د عملیاتي فعالیتونو پر مهال، ۱۵ تنه د ناروغۍ له امله، ۳ تنه د مقاومت جبهې په عملیاتو کې او ۲۱ تنه په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي دي. همدارنګه ۲۱ نورې پېښې د «مشکوکې ځان‌وژنې» په توګه ثبت شوې دي. د صهیونیسټي رژیم پوځ اړ شوی چې د رواني ستونزو د زیاتوالي پر وړاندې د مقابلې په چوکاټ کې خپل درملنیز خدمتونه پراخ کړي.

د معلوماتو له مخې، د دې رژیم د پوځ په ټولو برخو کې تر زرو زیات د رواني روغتیا افسران ګمارل شوي دي. همدارنګه د هرې لوا پوځیان له یوه ځانګړي د روغتیا افسر سره په مستقیم ډول اړیکه لري. لسګونه دغه افسران د پېچلو پېښو وروسته د بېړنۍ رواني او عاطفي مرستې لپاره جګړه‌ییزو سیمو ته استول شوي دي. د صهیونیسټي رژیم پوځ تل هڅه کوي چې د عامه افکارو د کنټرول لپاره خپل تلفات سانسور کړي؛ خو بیا هم نه دی توانېدلی چې د خپلو پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی، په ځانګړي ډول د ځان‌وژنې له امله د هغوی مړینه، رد یا پټه کړي.