د ایران او روسیې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا د پوتین ټینګار
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دغه هیواد تجارتی او اقتصادی اړیکې باثباته او باوري دی او په پریکنده توګه په روان کال کښې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت اندازه زیاته شی .
پوتین د VTB پانګې اچونې په 15غونډه کې چې د روسیې دویم لوی بانک دی، په خپله وینا کی زیاته کړه، چې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوجستیکي، انرژۍ، صنعتي او امنیتي همکاریو په برخو کې ښې پروژې پلې کېږي، او د شمال-جنوب له کوریډور هم ګټه پورته کیږی او په دوامداره توګه د دې دهلیز له لارې د شیانو د ټرانزیت په اندازه کې زیاتوالی راځي.
ایران او روسیه د دوو ګاونډیانو په توګه دودیزې او ستراتیژیکې اړیکې لري. که څه هم د دغو اړیکو اصلي لوری سیاسي او دفاعي دي، خو په وروستیو کلونو کې تهران او مسکو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته هم پام کړی دی. ايران او روسيه د لويديځ له خوا د بنديزونو په هیوادونو کی شامل دي، نو له همدې امله د يوه بشپړونکی اقتصاد په توګه هڅه کوي چې د سوداګريزو همکاريو په پراختيا سره د خپلو سوداګريزو او اقتصادي اړتياوو يوه مهمه برخه برابره کړي.
ایران او روسیه د اړیکو د لا پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه لکه صنعتی، ساختمانی، ، پوه بنسټه ، علمی او ټیکنالوجیکی ، تخنیکی او انجنیری، د خوراکی صنایعو، انرژی او ترانزیتی لارو په برخه کی لری او دا کولای شی د لویدیځ په مقابل کی د نړیوال سویل موقعیت چی د خپلواکو او د غربي سیاستونو مخالفو هیوادونو پرضد د بندیزونو له وسیلې د فشار او اړم په توګه کار اخلي له مخکې زیات پیاوړي کړی .
اټکل کیږي چې روسیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د راتلونکي سفر په ترڅ کې د روسیې او ایران تر منځ د هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو د سند په لاسلیکیدو سره د تهران او مسکو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د یو ه نوي سپرکي د پیل شاهدان واوسو.
په دې کې شک نشته چې په سیمه ایزو اتحادیو کې د ایران په شتون سره لکه د یوریشیا په اقتصادی اتحادیه کې چې روسیه هم په کې شتون لری، نه یوازې سیمه ایز تعاملات نوره هم پراختیا مومی، بلکې د یوروشیا نړیوال موقعیت چی ورته د راتلونکی نړیوال اقتصاد زړه هم ویل کیږی له مخکې زیات پیاوړي شی .
په هرحال ، روسیه د ایران د شمال-جنوب کوریډور له لارې د هند تر بندرونو د نړۍ سوداګرۍ ته لاسرسی لري او په ورته وخت کې په بریکس کې د ایران او روسیې غړیتوب د دې ډلې لپاره یو ځانګړی فرصت رامینځته کړی چې په نړیوال اقتصاد اغیزه وکړي. .
په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالرو پر ځای د ملي اسعارو د کارولو د هڅې په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستی خبرداری ډوله غبرګون په نړیوال اقتصاد کې د بریکس ډلې د اوچت او ممتاز ځای ښودنه کوي .