د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154974-د_سوریې_د_بهرنیو_چارو_وزیر_بسام_صباغ_بغداد_ته_رسیدلی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسمي خبري اژانس (واع) پرون راپور ورکړ چې د سوریې خارجه وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی.
(last modified 2024-12-06T03:01:47+00:00 )
Dec 06, 2024 05:33 Asia/Kabul
  • د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بسام صباغ بغداد ته  رسیدلی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسمي خبري اژانس (واع) پرون راپور ورکړ چې د سوریې خارجه وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی.

یوې خبرې سرچینې له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په بغداد کښې د ایران د عراق او د سوریې د خارجه وزیرانو د درې اړخیزه غونډې خبر ورکړ.

المیادین ټیلي ويژن د یوې خبرې سرچینې په قول چې نوم یې ونه ښوده وویل عراق ته د ایران د باندنیو چارو د وزیر عباس عراقچي اټکل شوی سفر نن جمعې ورځ ترسره کیږي.

دغه سرچینې وویل عراق ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په بهیر کښې ټاکل شوي ده چې د عراق د سوریې او د ایران د خارجه وزیرانو په ګډون سره درې اړخیزه غونډه ترسره شي.

مخکې د عراق په خارجه وزارت کښې یوې سرچینې ویلي و چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سوریې په هکله د خپلو سلامشورو په دوام او سوریې او ترکیې ته له سفرونو وروسته نن جمعې ورځ د عراق له چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته ورځي.