ګوترش په سوریه کې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوتریش" پرون په سوریه کې د کړکېچ پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي "ګیر پیډرسن" سره د سوریې د حاکمیت، یووالي، خپلواکۍ او بشپړتیا او د سوریې د خلکو مشروع غوښتنې پوره کولو لپاره جدي همکاري وکړي.
ګوتریش په سوریه کې له خطر سره د لسګونه زرو ملکي وګړو د ژوند مخ کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه چې ټولې خواوې مکلفې دي چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي. سوریه د تمدن څلور لارې ده او د تدریجي ټوټې کېدو لیدل یې دردناک دي.
د سوریې د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ پرون په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ترهګرې ډلې له درنو تلفاتو سره سره، د سوریې په لوېدیځ کې د حماه ښار ته ننوتلې او د سوریې په شمال کې د پرمختګ په حال کې دي.
تر اوسه پورې د سوریې چارواکو په مختلفو وختونو کې د ترکیې حکومت د سوریې په شمال کې د میشتو وسله والو ډلو ملاتړی ګڼلی او د دغه ملاتړ د ختمولو او د سوریې د شمال له خاورې د ترکیې د اشغال د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.