د سویلي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155180-د_سویلي_کوریا_پخوانی_دفاع_وزیر_ونیول_شو
د سویلي کوریا د دفاع پخواني وزیر د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.
(last modified 2024-12-11T09:31:38+00:00 )
Dec 11, 2024 13:54 Asia/Kabul
  • د سویلي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو

د سویلي کوریا د دفاع پخواني وزیر د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.

د رسنیو په حواله، د سیول د مرکزي برخې محکمې د بغاوت او له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور د کیم یونګ هیون د نیولو حکم صادرکړی دی.

د سویلي کوریا د عدلیې وزارت د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د هغه همکارانو ته د جنایي تحقیقاتو او استیضاح دوسیې پرانیستي دي او هغوی یې له هېواد څخه له وتلو منع کړي دي.

د سویلي کوریا د ولسمشر له خوا تېره اونۍ په دې هېواد کې د پوځي حالت اعلان چې په څه باندې څلورو لسیزو کې لومړی ځل وو، یوازې شپږساعته دوام وکړ.

دغه حالت په دې هېواد کې دننه سخت اعتراضونه پارولي وو چې پارلمان هغه لغوه کړ.