لبنان د صهیونیسټي رژیم له خوا سوریې د «حائل سیمې» نیواک وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155188-لبنان_د_صهیونیسټي_رژیم_له_خوا_سوریې_د_حائل_سیمې_نیواک_وغنده
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژيم لخوا د سوریې د بفر زون د نیواک غندنه وکړه.
(last modified 2024-12-11T23:24:50+00:00 )
Dec 12, 2024 03:51 Asia/Kabul
  • لبنان د صهیونیسټي رژیم له خوا سوریې د «حائل سیمې» نیواک وغنده

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژيم لخوا د سوریې د بفر زون د نیواک غندنه وکړه.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه په یوه بیانیه کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د سوریې په نیواک کښې د جولان او د هغې په اطرافو کښې د بفر زون د نیواک په غندلو سره دغه اقدام، د سوریې په وحدت او حاکمیت باندې تیری او د نړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه تیری وغندي او په عربو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم دوامدار یرغل ته د پای ټکی کښېږدی.

د اسراییلو د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د جولان په سیمه کې د سوریې او اسراییلو د رژیم ترمنځ د ۱۹۷۴ کال د " انفصال یا جلا کولو" تړون د لغوه کیدو اعلان وکړ.

هغه خپلو ځواکونو ته حکم وکړ چې په نیواکي جولان کښې حائل سیمه  په خپل کنټرول او نیواک کښې راولي.