دمشق کښې ګرځبندیز ختم شو
د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو د دغه هیواد په پلازمینه دمشق کې د ګرځبندیز د ختمیدو اعلان وکړ.
زمونږ خبریال د ایرنا له قوله وايي، د سوریې د وسله والو مخالفینو د پوځی عملیاتو مدیریت پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ: له نن شپې څخه به په دمشق کې د ګرځبندیز مقررات نه اجرا کیږی.
په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د پوځي عملیاتو مدیریت هم ټینګار وکړ: مونږ له خپلو خلکو غواړو چې خپلو دندو او ادارو ته ستانه شي او د نوې سوریې په جوړولو کې له موږ سره برخه واخلي.
د سوریې وسله والو مخالفینو د دمشق له نیولو وروسته د یکشنبې له شپې راهیسې په دمشق کې د شپې کرفیو اعلان کړې وه.
له بلې خوا د سوریې د وسله والو مخالفانو د سیاسی چارو د ادارې ویندوی «عبیده الأرناؤوط» د سوریې په خلاف د بندیزونو د لیرې کولو د هڅو په چوکاټ کښې د خپلو دریځونو د اعلانولو لپاره له مختلفو هیوادونو سره د تماسونو خبر ورکړ او ويې ویل: مونږ به په ارګانونو او قانون مشتمل یو نوی هیواد جوړ کړو او د دمشق له فتحې وروسته باوري یو چې هیوادونه، په سوریې باندې په موجودو بندیزونو دوباره غور وکړي.