په سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه باید ودرول شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې باندې د اسرائیلي رژیم هوايي بریدونه د دغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بللې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د سوریې حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی باید په بشپړه توګه وساتل شي او هر ډول تیری باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
ګوتریش ویلي چې اسرائیل او سوریه باید د ۱۹۷۴ د بې وسلې کولو تړون شرایط وساتي چې په بشپړ توګه په خپل ځواک کې پاتې دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې دا نړیواله اداره په سوریه کې د "هر اړخیز، باوري او سوله ایز" سیاسي لیږد پر اسانولو او په نړۍ کې د ترټولو لوی بشري بحران سره د مبارزې لپاره د مرستې پر ترلاسه کولو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداشان د مکسیکو وکیله کارلا کوینتانا په سوریه کې د ورک شویو کسانو د خپلواکې ادارې د مشرې په توګه معرفي کړه او ویې ویل چې نوې ډله باید اجازه ولري څو په سوریه کې خپله دنده په بشپړه توګه ترسره کړي.
د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو راهیسي، صهیونیسټي پوځ د اشغال شوي جولان سیمې او د سوریې د اصلي خاورې ترمنځ له حائل کرښې څخه په تېرېدو سره، تراوسه په درعا او قنیطره ولایتونو کې جولان ته نږدې څه دپاسه ۴۴۰ کیلومتره مربع ځمکه اشغال کړې ده.